دخپریدو نیټه :جمعه ۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 217706
هېواد کې د کرونا ویروس ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې او یو تن هم د کوویډ۱۹ ناروغي له کبله مړ شوی دی. تر اوسه هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۴۰۲ تنه مړه شوي دي.
دغه مالومات چې نن(جمعه د وږي په ۷مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې تازه پېښې د ۱۵۳ کتل شویو نښو پایله ده.
له تازه پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸ زره او ۱۴۰ ته رسیږي او له ډلې یې ۷۶۷۹ یې فعالې دي.
تازه پېښې ۶ کابل، ۱ پکتیا او ۴ بامیانو کې ثبت شوې دي.
په همدې حال کې تېره شپه ورځ کې ۱۳ تنه له کوویډ۱۹ ناروغۍ روغ شوي دي.
https://avapress.com/vdciuyarqt1azy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته