کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هېواد کې د کرونا ویروس ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې

7 سنبله 1399 ساعت 15:11

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې او یو تن هم د کوویډ۱۹ ناروغي له کبله مړ شوی دی.
تر اوسه هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۴۰۲ تنه مړه شوي دي.


دغه مالومات چې نن(جمعه د وږي په ۷مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې تازه پېښې د ۱۵۳ کتل شویو نښو پایله ده.
له تازه پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸ زره او ۱۴۰ ته رسیږي او له ډلې یې ۷۶۷۹ یې فعالې دي.
تازه پېښې ۶ کابل، ۱ پکتیا او ۴ بامیانو کې ثبت شوې دي.
په همدې حال کې تېره شپه ورځ کې ۱۳ تنه له کوویډ۱۹ ناروغۍ روغ شوي دي.


د مطلب کود: 217706

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217706/هېواد-کې-د-کرونا-ویروس-۱۱-مثبتې-پېښې-ثبت-شوې

آوا
  https://www.avapress.com