دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 217561
د هرات د والي ویاند جیلاني فر هاد کلید ته وویل، دغه صراف حمیدالله نومیږي چې شاوخوا ۱۷ ورځې وړاندې تښتول شوی و او د بدیل منارها په سیمه کې په یوه کور کې ساتل کېده چې د سې شنبې په ماښام د امنیتي ځواکونو له خوا وژغورل شو. فرهاد وایي، سړي تښتونکو دغه شخص شکنجه کړی او د شکنجې نښې یې په بدن هم لیدل کیږي. د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې په هرات کې د سړي تښتونې پېښې ډیرې شوې او تېره ورځ هم یو ډاکټر په دغه ولایت کې وتښتول شو.
https://avapress.com/vdch-qniz23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته