کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې یو صراف د سړي تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

5 سنبله 1399 ساعت 12:13

د هرات د والي ویاند جیلاني فر هاد کلید ته وویل، دغه صراف حمیدالله نومیږي چې شاوخوا ۱۷ ورځې وړاندې تښتول شوی و او د بدیل منارها په سیمه کې په یوه کور کې ساتل کېده چې د سې شنبې په ماښام د امنیتي ځواکونو له خوا وژغورل شو. فرهاد وایي، سړي تښتونکو دغه شخص شکنجه کړی او د شکنجې نښې یې په بدن هم لیدل کیږي. د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې په هرات کې د سړي تښتونې پېښې ډیرې شوې او تېره ورځ هم یو ډاکټر په دغه ولایت کې وتښتول شو.



د مطلب کود: 217561

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217561/په-هرات-کې-یو-صراف-د-سړي-تښتوونکو-له-منګلو-وژغورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com