دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۹
د مطلب کود : 217416
د هرات سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د چاودنې خبر ورکوي ددغه ولایت د والي ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وایي نن سهار د ښار دوېیمې ناحیې اړوند په یوه کور کې لاسي بم له کبله چاودنه شوې چې په خبره یې یوه مېرمن وژل شوې او څلور تنه ټپیان شوي دي. دی زیاتوي چې په ټپیانو کې دوه ماشومان، یو سړی او یوه بله مېرمن شامله ده. ولي‌زاده وایي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او تر اوسه لامل معلوم نه دی چې څه ډول یاده پېښه رامنځته شوې ده.
https://avapress.com/vdcgqu9x3ak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته