کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې لاسي بم چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

3 سنبله 1399 ساعت 13:09

د هرات سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د چاودنې خبر ورکوي ددغه ولایت د والي ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وایي نن سهار د ښار دوېیمې ناحیې اړوند په یوه کور کې لاسي بم له کبله چاودنه شوې چې په خبره یې یوه مېرمن وژل شوې او څلور تنه ټپیان شوي دي. دی زیاتوي چې په ټپیانو کې دوه ماشومان، یو سړی او یوه بله مېرمن شامله ده. ولي‌زاده وایي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او تر اوسه لامل معلوم نه دی چې څه ډول یاده پېښه رامنځته شوې ده.



د مطلب کود: 217416

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217416/په-هرات-کې-لاسي-بم-چاودنې-پنځو-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com