دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 217106
تخار کې ۱۴ سرتیري د طالبانو په برید کې وژل شوي
د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بریدونو په پایله کې ۱۴ سرتیري وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. د تخار د والي ویاند، جواد هجري وایي طالبانو تیره شپه شاوخوا دولس بجې د لایزري وسلو په مرسته د احمد تاتار قومندان پر ولسي پاڅونوالو برید وکړ، چې دوه نیم ساعته یې دوام وکړ. ښاغلي هجري وویل تر برید وروسته د سرحدي کنډک او امنیې قومندانۍ مرستې هم سیمې رسیدلي دي، خو د دې نښتې په پایله کې ۱۳ تنه پاڅوانول ووژل شول او څلور نور یې ټپیان شول.

یوې بلې سرچینې بیا ویلي چې دغه نښته کې یو تن د سرحدي کنډک سرتیری هم وژل شوی او دوه نور یې ټپیان دي.

تخار د هیواد په شمال کې چې یو وخت تر ټولو خوندی ولایت و، خو اوس یې وسله وال طالبان په زیاتو برخو کې فعالیت کوي.
https://avapress.com/vdccxmqie2bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته