کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تخار کې ۱۴ سرتیري د طالبانو په برید کې وژل شوي

30 اسد 1399 ساعت 8:47

د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بریدونو په پایله کې ۱۴ سرتیري وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د تخار د والي ویاند، جواد هجري وایي طالبانو تیره شپه شاوخوا دولس بجې د لایزري وسلو په مرسته د احمد تاتار قومندان پر ولسي پاڅونوالو برید وکړ، چې دوه نیم ساعته یې دوام وکړ.

ښاغلي هجري وویل تر برید وروسته د سرحدي کنډک او امنیې قومندانۍ مرستې هم سیمې رسیدلي دي، خو د دې نښتې په پایله کې ۱۳ تنه پاڅوانول ووژل شول او څلور نور یې ټپیان شول.



یوې بلې سرچینې بیا ویلي چې دغه نښته کې یو تن د سرحدي کنډک سرتیری هم وژل شوی او دوه نور یې ټپیان دي.

تخار د هیواد په شمال کې چې یو وخت تر ټولو خوندی ولایت و، خو اوس یې وسله وال طالبان په زیاتو برخو کې فعالیت کوي.


د مطلب کود: 217106

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217106/تخار-کې-۱۴-سرتیري-د-طالبانو-په-برید-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com