دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 216986
امریکا: وسلوال برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
له امریکا څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په یو وسلوال برید کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د امریکا د اوهایو ایالت امنیتي چارواکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې سېنسېناټي ښار کې د یو وسلوال برید په پایله کې څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. پولیس وایي تر اوسه څرګنده نه ده چې د یادو پېښو علت به څه وي خو د دوی څیړنې روانې دي او ژر به یې علت څرګند شي. باید وویل شي چې په امریکا کې د وسلوالو بریدونو په کچه کې د پام وړ زیاتوالي راغلی چې نیږدې هره ورځ په ورته پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي چې د خلکو ترمنځ یې اندېښنې راپارولي دي.
https://avapress.com/vdch6-ni-23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته