کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا: وسلوال برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

28 اسد 1399 ساعت 9:41

له امریکا څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په یو وسلوال برید کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د امریکا د اوهایو ایالت امنیتي چارواکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې سېنسېناټي ښار کې د یو وسلوال برید په پایله کې څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
پولیس وایي تر اوسه څرګنده نه ده چې د یادو پېښو علت به څه وي خو د دوی څیړنې روانې دي او ژر به یې علت څرګند شي.
باید وویل شي چې په امریکا کې د وسلوالو بریدونو په کچه کې د پام وړ زیاتوالي راغلی چې نیږدې هره ورځ په ورته پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي چې د خلکو ترمنځ یې اندېښنې راپارولي دي.



د مطلب کود: 216986

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216986/امریکا-وسلوال-برید-کې-ګڼو-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com