دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 215721
ننګرهار کې یو تن د خپل پلار د قتل په تور ونیول شو.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مسولین وايي د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو يې تېره شپه د جلال اباد ښار اتمې ناحیې په سیمه کې د شفیق په نوم یو تن د خپل پلار ښایسته خان د قتل په تور نیولی دی .

دوي زیاتوي شفیق اعتراف کړی چې تېره شپه یې خپل پلار د اتمې ناحیې په سمسور اباد سیمه کې پخپل کور کې په ډزو سره وژلی دی .

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي په ورته وخت کې د شینوارو ولسوالۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو دوه تنه د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو څآروي د غلا په تور ونیول چې پخپل جرم یې اعتراف هم کړی دی .
https://avapress.com/vdcdxk0xfyt0f56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته