(((ډېر خوشحال يم چې نن د لوبغاړو په خپل منځ کې داسې ۴۵ ورځنۍ لوبې تر سره کېږي، چې ټولو لوبډلو پکې ګډون کړی ده، زه پر ملي تجارانو ږغ کومه چې راشئ د ورزش له برخې سره مرستي وکړئ اوڅو ورزش په ارزګان ولايت کې نور هم زيات شي))) ملت وویل چې د یادو لوبو څخه هدف د ځوانانو ترمنځ یووالۍ او له نشه یي توکو څخه ژغورل دي .
بلخوا بیا هغه لوبغاړي چې په دغه لوبو کې برخه اخیستې وه زیات خوښمن دي. دوي وايي، لومړی ځل دی چې په هارډ بال لس اوریزو لوبو کې برخه اخلي. خو دغه لوبغاړي چې په سروشګو کې دغه ۴۵ ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي له دولت څخه غوښتنه کوې چې په روزګان کې دې د کرکټ يو لوبغالی ورته جوړ کړي.
(((زمانوم عصمت الله اڅکزی دی موږ نن لومړی مقام خپل کړ زيات خوشحال یو خو زه د حکومت څخه غوښتنه لرمه تاسو وګورئ زموږ دغه لوبغالۍ چې موږ لوبې پرې ترسره کو هېڅ مناسب نه دی موږ دغه ۴۵ ورځې پر دغه لوبغالي ترسره کړې حکومت دې موږ ته د لوبو يو لوبغالۍ جوړ کړي))) که څه هم په روزګان کې لوبغاړي له زياتو ستونزو سره مخ دي خو ورزش په روزګان کې ورځ تربله د زياتېدو په حال کې دی چې تردامهال په روزګان کې د کرکټ تر ۳۰ زياتې لوبډلې لري.