دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 215250
ننګرهار: د ملي امنیت ځواکونو ۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار او خوږیاڼو ولسوالیو کې د ملي امنیت ځواکونو د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش د ښاري شبکې څلور غړي، درې وسله وال طالبان، یو انسان تښتوونکی او یو بل تن د قتل په تور نیولي دي. د یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ نیول شوي کسان د زمري په لومړۍ د ملي امنیت په ریاست کې رسنیو ته وښودل شول، چې د ننګرهار سرپرست والي او د ملي امنیت مرستیال هم شتون درلود. د ننګرهار ولایت سرپرست والي تمیم عارف مومند وویل،ملي امنیت ځواکونو د عبادالله،خلیل،بریالي او احسان الله په نومونو د داعش د ښاري شبکې څلور غړي او الماس،فریدون او غفران د وسله والو طالبانو غړي د وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.

هغه زیاته کړه:
ملي امنیت ځواکونو د اختر محمد په نوم یو تن چې مشهور په ننګیالي دی،یو تن انسان تښتوونکی او د سیف الرحمن په نوم یو بل تن د قتل په تور نیولي دي، ښاغلي مومند همدا راز د ملي امنیت د یادو لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه.
سرچینه زیاتوي؛ د عبادالله په نوم د داعش د ښاري شبکې غړی،د الماس او فریدون په نوم د وسله والو طالبانو غړو پخپلو ترهګریزو کړنو اعتراف کړی.
https://avapress.com/vdcammnuw49n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته