کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار: د ملي امنیت ځواکونو ۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي

1 اسد 1399 ساعت 17:09

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار او خوږیاڼو ولسوالیو کې د ملي امنیت ځواکونو د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش د ښاري شبکې څلور غړي، درې وسله وال طالبان، یو انسان تښتوونکی او یو بل تن د قتل په تور نیولي دي.
د یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ نیول شوي کسان د زمري په لومړۍ د ملي امنیت په ریاست کې رسنیو ته وښودل شول، چې د ننګرهار سرپرست والي او د ملي امنیت مرستیال هم شتون درلود.
د ننګرهار ولایت سرپرست والي تمیم عارف مومند وویل،ملي امنیت ځواکونو د عبادالله،خلیل،بریالي او احسان الله په نومونو د داعش د ښاري شبکې څلور غړي او الماس،فریدون او غفران د وسله والو طالبانو غړي د وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.



هغه زیاته کړه:
ملي امنیت ځواکونو د اختر محمد په نوم یو تن چې مشهور په ننګیالي دی،یو تن انسان تښتوونکی او د سیف الرحمن په نوم یو بل تن د قتل په تور نیولي دي، ښاغلي مومند همدا راز د ملي امنیت د یادو لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه.
سرچینه زیاتوي؛ د عبادالله په نوم د داعش د ښاري شبکې غړی،د الماس او فریدون په نوم د وسله والو طالبانو غړو پخپلو ترهګریزو کړنو اعتراف کړی.


د مطلب کود: 215250

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215250/ننګرهار-د-ملي-امنیت-ځواکونو-۹-تنه-بېلابېلو-جرمونو-په-تور-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com