دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 215009
پکتیکا کې ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پکتیکا په وازیخوا او ارګون ولسوالیو کې اته وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي چې په تیره شپه وسله والو د پکتیکا وازیخوا مرجاني او ارګون ولسوالۍ شیخانو سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په شا تمبول شوي. مومند زیاتوي چې د وسله والو په دغه بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی او په ځوابي ډزو کې اته وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
https://avapress.com/vdccxpqio2bqsx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته