کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا کې ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

30 سرطان 1399 ساعت 13:19

د پکتیکا په وازیخوا او ارګون ولسوالیو کې اته وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي چې په تیره شپه وسله والو د پکتیکا وازیخوا مرجاني او ارګون ولسوالۍ شیخانو سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په شا تمبول شوي.
مومند زیاتوي چې د وسله والو په دغه بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی او په ځوابي ډزو کې اته وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.



د مطلب کود: 215009

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215009/پکتیکا-کې-۱۵-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com