دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 214925
د یاد ولایت د امینه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، وسله والو مخالفینو غوښتل چې په سیمه کې ماینونه ځای پر ځای او پر افغان ځواکونو بریدونه وکړي. د ده په وینا، د دواړو لورو تر منځ په وسله واله نښته کې شپږ طالبان ووژل شول او د ځینو جسدونه یې په سیمه کې پاتې شول. نوموړی زیاتوي چې د هغوی دوه میله کلاشنکوف او دوې مخابرې هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلې دي. وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
https://avapress.com/vdcir5arwt1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته