کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې شپږ وسله وال طالبان له منځه یوړل شول

29 سرطان 1399 ساعت 14:38


د یاد ولایت د امینه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، وسله والو مخالفینو غوښتل چې په سیمه کې ماینونه ځای پر ځای او پر افغان ځواکونو بریدونه وکړي. د ده په وینا، د دواړو لورو تر منځ په وسله واله نښته کې شپږ طالبان ووژل شول او د ځینو جسدونه یې په سیمه کې پاتې شول. نوموړی زیاتوي چې د هغوی دوه میله کلاشنکوف او دوې مخابرې هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلې دي. وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.


د مطلب کود: 214925

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214925/په-لوګر-کې-شپږ-وسله-وال-طالبان-له-منځه-یوړل-شول

آوا
  https://www.avapress.com