دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 214753
پکتیا: ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
په پکتیا کې د طالبانو بريدونه د ماتې سره مخ شوي ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه ټپيان شوي. د افغانستان دفاع وزارت وايي، تیره شپه طالبانو د پکتیا ولایت د څمکنيو ٬ احمداباد ٬ او وزی ځدراڼ ولسوالۍ اړوند سیمو کې پر ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو بريدونه وکړو. سرچینه وايي، ياد بريدونه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا د توپچی ځواکونو په مرسته له ماتې سره مخ شوي. وزارت ويلي؛ په دغه نښتو کې څمکنیو کې ۷ تنه طالبان وژل شوي ۲ تنه ټپيان، احمداباد کې ۵ تنه وژل شوې ۱ تن ټپي او وزی ځدراڼ ولسوالۍ کې ۶ تنه وژل شوې او ۱ تن ټپي شوي. د دې ترڅنګ د وسله والو طالبانو یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي. دفاع وزارت ويلي؛ په دغه بریدونو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو ۲ تنه منسوبین هم ټپیان شوي.
https://avapress.com/vdchmknix23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته