کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا: ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

27 سرطان 1399 ساعت 12:12

په پکتیا کې د طالبانو بريدونه د ماتې سره مخ شوي ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه ټپيان شوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تیره شپه طالبانو د پکتیا ولایت د څمکنيو ٬ احمداباد ٬ او وزی ځدراڼ ولسوالۍ اړوند سیمو کې پر ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو بريدونه وکړو.

سرچینه وايي، ياد بريدونه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا د توپچی ځواکونو په مرسته له ماتې سره مخ شوي.

وزارت ويلي؛ په دغه نښتو کې څمکنیو کې ۷ تنه طالبان وژل شوي ۲ تنه ټپيان، احمداباد کې ۵ تنه وژل شوې ۱ تن ټپي او وزی ځدراڼ ولسوالۍ کې ۶ تنه وژل شوې او ۱ تن ټپي شوي.

د دې ترڅنګ د وسله والو طالبانو یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي.

دفاع وزارت ويلي؛ په دغه بریدونو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو ۲ تنه منسوبین هم ټپیان شوي.



د مطلب کود: 214753

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214753/پکتیا-۲۲-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com