فدايي د پکتیا په ولایتي مقام کې جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې د ښې حکومتولۍ په رامنځته کولو ، په دولتي ادارو کې پر ژور بدلون او سمون ټینګار وکړ. هغه وویل، پکتیا ته د کار او خدمت کولو په هدف له قوي هوډ او غښتلې ارادې سره راغلی دی.
د نوي والي لپاره په جوړو شوو مراسمو کې د پکتیا ولایتي شورا غړو، مشرانو او ځوانانو په دې ولایت کې د نیمګړو پروژو د بشپړیدو تر څنګ د پکتیا لپاره د بنسټيزو پروژو او ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو غوښتنه وکړه. محمد حلیم فدايي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري د پکتیا والي ټاکل شوی، نوموړي تر دې وړاندې د خوست د والي په توګه څه باندې دوه کاله دنده سرته ورسوله.