کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محمد حلیم فدايي د پکتیا د نوي والي په توګه دنده پیل کړه

24 سرطان 1399 ساعت 11:23

فدايي د پکتیا په ولایتي مقام کې جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې د ښې حکومتولۍ په رامنځته کولو ، په دولتي ادارو کې پر ژور بدلون او سمون  ټینګار وکړ. هغه وویل، پکتیا ته د کار او خدمت کولو په هدف له  قوي هوډ او غښتلې ارادې سره راغلی دی.



د نوي والي لپاره په جوړو شوو مراسمو کې د پکتیا ولایتي شورا غړو، مشرانو او ځوانانو په دې ولایت کې د نیمګړو پروژو د بشپړیدو تر څنګ د پکتیا لپاره د بنسټيزو پروژو او ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.
محمد حلیم فدايي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري د پکتیا والي ټاکل شوی، نوموړي تر دې وړاندې د خوست د والي په توګه څه باندې دوه کاله دنده سرته ورسوله. 


د مطلب کود: 214519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214519/محمد-حلیم-فدايي-د-پکتیا-نوي-والي-په-توګه-دنده-پیل-کړه

آوا
  https://www.avapress.com