دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 211731
د امریکا ټاکنې: ایا جو بایډن ولسمشر ټرمپ ته ماته ورکولی شي؟
جوبایډن هغه څوک دی چې په سپینه ماڼۍ کې د یوې بلې څلور کلنې دورې لپاره د ډونلډ ټرمپ په مخکې د سیالۍ لپاره ولاړ دی. دی د مخکیني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و، او اوس د دیموکرات ګوند له خوا رسماً د راتلونکې نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند وټاکل شو.
 
د هغه د ملاتړو له نظر بایډن د بهرنۍ پالیسۍ یو باتجربه شخص دی چې په واشنګټن کې د څو لسیزو کاري تجربه لري. ددوی له نظره بایډن یو نرم ژبی وینا وال دی چې د عادي خلکو زړونو ته په اسانۍ لار موندلی شي. او داسې یو څوک دې د شخصي ژوند په اوږدو کې له سختو کړاوونو سره مخامخ شوی دی.
خو د هغه د منتقدینو له نظره دی یو مالوم الحاله څېره ده چې شرموونکې تېروتنې کوي. نو ایا دی دا وړ تیا لري چې ټرمپ له سپینې ماڼۍ پسې واخلي؟
https://avapress.com/vdcae6nu649n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته