دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۲
د مطلب کود : 202908
له امریکا وروسته ناټو هم په افغانستان کې د ځواکونو پر کمولو غور کوي
نیویارک ټایمز د ناټو په حواله راپور ورکړی چې دغه سازمان په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمیر کمولو په تړاو غور کوي. راپور وايي، ناټو غړي هیوادونه په دې باور دي چې هر کله له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل پيل شي، نو ورسره جوخت دې اروپايي هیوادونه هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي. نیویارک ټایمز وايي، د ټولو سرتېرو ایستلو په اړه د ټرمپ له وروستیو څرګندونو راهیسې هغو هیوادونو هم په دې هکله ارزونه پیل کړې ده چې د ناټو غړي نه دي خو په افغانستان کې يې د ناټو د متحدینو په ډول ځواکونه اچولي دي.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په وینا کې وویل، که له طالبانو سره سوله وشي له افغانستانه د ټولو سرتېرو ایستلو ته زمینه برابرېږي: (( غواړم د بېګناه وګړو وینه تویدنه بنده شي، د امریکا اوږه جګړه ختمه او سرتېري مو بیرته کورونو ته راوګرځي.))
دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ د امریکايي چارواکو له خولې بحثونه کېږي چې د ټرمپ په خوښه به له افغانستان څخه په نږدې وختونو کې له ۴ تر ۵ زرو امریکايي سرتېري ووځي او ۸ زره نور به پاتې شي، خو د وتلیو سرتېرو د ځای د ډکولو لپاره به یوه کوچنۍ قطعه بله افغانستان ته راځي او د پاتې ځواکونو صلاحیتونه به هم زیاتېږي.
 
https://avapress.com/vdcgzx9x7ak9zy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته