په خبرپاڼه کې راغلی دی، هغه مقدار پیسی چی د شهادتنامه او کانکور کارت لپاره په ښوونځیو کې د زده کوونکو څخه اخیستل کیږی، ۶۲۰ افغانی(۴۲۰ د کانکور کارت اخذ لګښت+۲۰۰ د شهادتنامه لګښت) کیږی، هرډول نور اضافه پیسی اخیستل د زده کوونکو څخه منع دی.
تعلیمی نظارت عمومی ریاست غړۍ موظف شو چی ښوونځیو کې د پیسو ټولولو باندی نظارت وکړی او متخلفان ددی وزارت داخلی تفتیش ریاست ته معرفی کړی ترڅو د مالی فساد مخه ونیول شی.