سرور دانش؛ د ریاست جمهوری دوهم معاون د زده کړی په برخه کی ملی او عمومی یوځای کیدنی او نږدی دری میلیونه کوچنیانو زده کړی لپاره وایی چی زموږ ملی او انسانی او اسلامی مسئولیت دادی چی هر شخص او نهاد خپل توان او امکاناتو په اندازه په دی پروسه کی برخه واخلی.
ښاغلی دانش، په افغانستان کی د بیسوادی لوړ نرخ ته په اشاره سره په افغانستان کی، د بشرحقوقو دیدبان ګزارش د معارف وضعیت څخه ډیر اندیښمند کوونکی وبلل.
زده کړو وزارت، د زده کوونکی شمیر ۹ میلیونه اعلان کړ چی ۳۹ سلنه یی انجونی دی او په دی برخه کی، مکتب څخه محروم کوچنیانو شمیر هم نږدی دری میلیونه اعلان سوی دی چی اکثره یی انجونی تشکیلوی.
دا په داسی حال کی دی چی د ټولنیز او کلتوری مسایلو پوهانو په باور، په هر هیواد کی معارف، د دولت یا سیاسی رژیم فکری منظومه او استراتژی او مقاصدو په اساس آرمانی ټولنی رامنځته کیدو اساس دی چی ټولنی باندی حکومت کوی.
په هر هیواد کی هغه وخت چی وغوښتل سی چی یو کلتور او یا یو ارزشی نظام عمومی او بنیادی کړی نو لمړۍ د مکتبونو څخه شروع کوی او هغه معارف درسی سیستم ته داخلوی.
ددی هیله وو چی دا تګلاره په دی اخیرو کلونو کی په افغانستان کی هم اجرا سی. مخکنۍ او اوسنۍ دولتونه په افغانستان کی هر وخت معارف ته خپل لوی لاسته راوړنو په حیث اشاره کړی دی او ټینګار کړی دی چی د یو نظام رامنځته کیدو وروسته، میلیونونه هلکان او انجونی مکتبونو ته داخل سوی دی او په ټول هیواد کی د انجونی زده کړی لپاره یو خلاصه فضا رامنځته سوی دی.
سربیره پردی د منتقدانو په باور، داسی په نظر رسیږی چی په دی برخه کی نارسایی یا مشکلات دومره دی چی لږ زده کوونکو بلاخصوص انجونو فارغیدل په بر کی نیسی.
یو ددی مشکلاتو څخه، سطحی تعلیمی نصاب دی چی غیری کاربردی دی چی د افغانستان په دولتی مکاتبو کی اعمالیږی.
مشکلات په دی برخه کی دومره ډیر دی چی ډیر ځلی په ټولنیز شبکو کی د افغانستان معارف مسئولین تر طنز او طعن لاندی قرار نیولی دی.
د هیواد په لیرو سیمو کی د مکتبونو تړل کیدل هم یو د نورو مشکلاتو څخه دی چی ښاغلی کرزی دولت او معارف مسئولین یی د ۱۳ کالو په ترڅ کی بیا هم حل نه کړل سوای او اوسنۍ دولت هم ظاهرآ هیڅ برنامه ورته نه لری او د محروم زده کوونکو لویه برخه د زده کړی څخه هم تاوتریخوالو او ناامنی او جنګ قربانی کوچنیان تشکیلوی.
لنډ دا چی بیله څو زده کوونکو ارتقا څخه د افغانستان معارف وزارت نور هیڅ لاسته راوړنه نه لری.
د افغانستان معارف نظام کی فساد بالخصوص ولایتی شعبو کی، ددی سیستم د پرمختګ په وړاندی اصلی خنډونو څخه دی.
بین المللی ارزوونکی سازمان ډیر ځلی معارف په افغانستان کی دولتی سیستم فاسد ترینو څخه معرفی کړی دی او ادعا کړی دی چی په میلیاردونه دالره د افغانستان خلګو څخه، د همدی معارف فساد له امله امله بی ځایه سوی دی.
اضافه پردی د باسواد معلم او باتحصیله معلم نه شتون بالخصوص ښځینه استادان او تدریس لپاره مناسف فضا نه شتون د افغانستان معارف نورو مشکلاتو څخه شمیرل کیږی.
د افغانستان دولت د زده کړی په برخه کی سرمایه ګذاری خپل لمړیتوبونو څخه بلل؛ خو په لاس آمار شکاره کوی چی د دولت کلنۍ بودجه د هر زده کوونکی لپاره د سیمی هر هیواد په نسبت لږ دی.
د کرزی په وخت کی، دولتی سرمایه ګذاری هر زده کوونکی باندی په افغانستان کی، ۶۰ دالرو ته رسیده؛ په داسی حال کی چی دا رقم په پاکستان کی ۲۵۰ دالر او په ایران کی ۵۰۰ دالر وو.
دا په داسی حال کی دی چی خلګ هیله لری، دولت د هغه مسئولیت په اساس چی په اساسی قانون کی لری او ښاغلی دانش هم ورته اشاره وکړه، دا استراتژیک او زیربنایی برخی ته جدی توجه وکړی او هغه د بحران او فساد څخه وژغوری. هغه وخت به خلګ او رسنۍ او مدنی ټولنی، کلتوری او ټولنیز سازمانونه او د ټولنی ټول اقشار د بیسوادی په وړاندی د دولت سره یوځای سی.