حنیف رضایی، د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسوول
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی په دی نښته کې ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی او امنیتی ځواکونو پرمختګ په جریان کې د ملا رحیم قاضی او فدا محمد جسدونه د یو قبضه راکت انداز او یو میل کلاشینکوف سره نیول شوی دی.
د شاهین ۶۰۷ تصفیوی مشترک عملیات شروع څخه د تورنجنرال ولی محمد احمدزی تر قوماندی لاندی د اندخوی چهارګانه ولسوالیو کې، شروع شوی وو، تراوسه ۴۰ تنه طالب تروریستان د ۷ مشهورو قوماندانانو په ګډون او دوه تنه اوزبکستانی تبعو سره وژل شوی دی.
د تروریستانو قوماندانانو نومونه د عملیات شروع څخه تر نن ورځي پوری په لاندی ډول دی.
۱ ملا رحیم د طالبانو قاضی؛
۲ ملا عبدالحکیم مشهور په بلال د طالبانو نومول شوی معاون اندخوی ولسوال لپاره؛
۳ فدا محمد مشهور په فرزند آته مراد کور د طالبانو سره قطعی قومندان؛
۴ مولوی محمد قاسم ګروپی قوماندان؛
۵ نقیب الله طالبانو ۱۵ کسیزه ګروپ سرګروپ؛
۶ محب الله ګروپی قوماندان؛
۷ محمد صادق ګروپی قومندان؛
دا په داسی حال کې دی چی اندخوی چهارګانه ولسوالی د فاریاب کلیدی سیمو څخه دی چی آقینه بندر هم هلته موقعیت لری.