دا پیښه شنبه شپه ۷:۱۵ بجو په شاوخوا د اندخوی ولسوالی په خانقاء په سیمه کې ترسره شو.
حنیف رضایی د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسوول
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: طالبانو یو ډله د اندخوی ولسوالی یو کور ته ننوتلی او ددی کورنۍ شپږ تنه غړۍ وژلی دی.
د رضایی په وینا په دی پیښه کې ۶ تنه د نارینه، ښځو او کوچنیانو په ګډون بیله کوم دلیله په شهادت رسیدلی او یوه ښځه او څلوېښت ورځنۍ کوچنۍ هم ټپیان شوی دی.
اوس ملی دفاع وزارت وایی: ملا ابراهیم مشهور په حقیار د قرمقول ولسوالی لپاره د طالبانو معارف آمر چی د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالی جنایت عامل وو، خپل یو کس سره وژل شوی دی.
هغه تیره ورځ غرمی نه مخکې د ۱۰:۴۰ بجو په شاوخوا د دفاعی او امنیتی ځواکونو هدفمند عملیات په ترڅ کې د اندخوی په ولسوالی کې ووژل شو.
طالبانو تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.