د یادې ولسوالۍ ولسوال جمعه خان ترکي د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې په برید کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي.
ولسوال وویل: زه په خپله هم په دغه برید کې برسېرن ټپي شوی یم.
دی زیاتوي، چاودنه سخته زوروره وه چې د ولسوالۍ مرکز یې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
دغه چاودنه د یوه ټونس ډوله موټر په واسطه شوې ده.
د دغه برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې یو ځل بیا په غزني کې وسله والو طالبانو بریدونه زیات کړي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)