د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير اوپه افغانستان کې د کوردايد موسسې رييس ياپ ون هيردن د تېرې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۵مه د ياد هوکړه ليک لاسليک او د دواړو ادارو په همکارۍ يې ټينګار وکړ.
د کډوالو چارو وزير په دې اړه معلومات ورکړل ويې ويل، چې د ياد هوکړه ليک ارزښت يوميليون ۹۸۱ زره او ۶۳۰ يورو دی او له ۱۴ زرو زيات خلک به ترې برخمن شي.
د ذکر شوي پلان په پلي کولوسره به د ياد هوکړه ليک پر اساس په هرات ولايت کې وچکالۍ له امله د بېځايه کېدنې مخنيوی وشي.
ياده موسسه به د هوکړه ليک پر اساس دنغدي پيسو دوېش، ۸ د اوبو رسونې شبکې،۳۰۰ کورنو جوړولو، ۲۰۰ خېمو وېشلو، ۷۳ د اوبو ژورو څاګانو او ۱۸۰۰ تنو ته د کاري زمينې د برابرولو په برخه کې فعاليت کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)