کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو وزارت د وچکالۍ له امله د بېځايه کېدنې څخه د مخنيوي يو هوکړه ليک لاسليک کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 جوزا 1398 ساعت 11:21

دغه هوکړه ليک په هرات ولايت کې د بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو څخه د اقتصادې او ټولنيز ملا تړ، له طبيعي پېښو دمخنيوي او پاکو اوبو ته دلاس رسي په موخه د کډوالو چارو وزارت او کوردايد موسسې ترمنځ لاسليک شو.



د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير اوپه افغانستان کې د کوردايد موسسې رييس ياپ ون هيردن د تېرې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۵مه د ياد هوکړه ليک لاسليک او د دواړو ادارو په همکارۍ يې ټينګار وکړ.
د کډوالو چارو وزير په دې اړه معلومات ورکړل ويې ويل، چې د ياد هوکړه ليک ارزښت يوميليون ۹۸۱ زره او ۶۳۰ يورو دی او له ۱۴ زرو زيات خلک به ترې برخمن شي.
د ذکر شوي پلان په پلي کولوسره به د ياد هوکړه ليک پر اساس په هرات ولايت کې  وچکالۍ له امله د بېځايه کېدنې مخنيوی وشي.
ياده موسسه به د هوکړه ليک پر اساس دنغدي پيسو دوېش، ۸ د اوبو رسونې شبکې،۳۰۰ کورنو جوړولو، ۲۰۰ خېمو وېشلو، ۷۳ د  اوبو ژورو څاګانو او ۱۸۰۰ تنو ته د کاري زمينې د برابرولو په برخه کې  فعاليت کوي.
 


د مطلب کود: 186799

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186799/د-کډوالو-چارو-وزارت-وچکالۍ-له-امله-بېځايه-کېدنې-څخه-مخنيوي-يو-هوکړه-ليک-لاسليک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com