دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 180989
ایران سفارت کابل تروریستی برید وغنده
د ایران اسلامی جمهوریت سفارت په کابل کې د ملی وحدت شهید عبدالعلی مزاری شهادت ۲۴ کلیزی مراسمو باندی تروریستی برید په سخت توګه محکوم کړی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ددی سفارت په پیغام کې راغلی دی: ایران اسلامی جمهوریت سفارت د کابل دا تروریستی برید چی ددی هیواد بی ګناه خلګو شهادت او ټپی کیدو لامل شوي، سخته توګه غندی او خپل همدردی د افغانستان دولت او خلګو سره بالخصوص ددی برید قربانیانو کورنیو سره ابراز او ددی برید مجروحینو ته د خدای څخه عاجل شفا غواړی.
د آخرو ګزارشونو په اساس، راکتی برید شهید مزاری مصلی کې عبدالعلی مزاری شهادت کلیزی مراسمو باندی راکتی بریدونو کې، ۳ تنه شهید او ۱۹ تنه ټپیان شوی دی.
دا راکتی برید په غبرګون، محمد محقق، ملی وحدت حکومت اجرایی ریاست دوهم معاون په یو خبری ناسته کې وویل: ننۍ برید د دولت کمزوری یا هم د دولت سره په هماهنګی ترسره شوی ترڅو دا دولت د خپل سیاسی رقیبانو سره حساب تصفیه وکړی.
خو ارګ ماڼۍ د ښاغلی محقق دا موضع ګیری محکوم کړی دی.
 
https://avapress.net/vdcaawn6o49nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته