کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران سفارت کابل تروریستی برید وغنده

17 حوت 1397 ساعت 12:01

د ایران اسلامی جمهوریت سفارت په کابل کې د ملی وحدت شهید عبدالعلی مزاری شهادت ۲۴ کلیزی مراسمو باندی تروریستی برید په سخت توګه محکوم کړی.



د آوا په ګزارش سره، ددی سفارت په پیغام کې راغلی دی: ایران اسلامی جمهوریت سفارت د کابل دا تروریستی برید چی ددی هیواد بی ګناه خلګو شهادت او ټپی کیدو لامل شوي، سخته توګه غندی او خپل همدردی د افغانستان دولت او خلګو سره بالخصوص ددی برید قربانیانو کورنیو سره ابراز او ددی برید مجروحینو ته د خدای څخه عاجل شفا غواړی.
د آخرو ګزارشونو په اساس، راکتی برید شهید مزاری مصلی کې عبدالعلی مزاری شهادت کلیزی مراسمو باندی راکتی بریدونو کې، ۳ تنه شهید او ۱۹ تنه ټپیان شوی دی.
دا راکتی برید په غبرګون، محمد محقق، ملی وحدت حکومت اجرایی ریاست دوهم معاون په یو خبری ناسته کې وویل: ننۍ برید د دولت کمزوری یا هم د دولت سره په هماهنګی ترسره شوی ترڅو دا دولت د خپل سیاسی رقیبانو سره حساب تصفیه وکړی.
خو ارګ ماڼۍ د ښاغلی محقق دا موضع ګیری محکوم کړی دی.
 


د مطلب کود: 180989

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/180989/ایران-سفارت-کابل-تروریستی-برید-وغنده

آوا
  https://www.avapress.net