دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۵۷
د مطلب کود : 180266
افغان نظامی چارواکې: تیره اونۍ غزنی ولایت ولسوالیو کې تر پنځوسو ډیر وسله وال طالبان وژل شوي
نظامي چارواکي وایي د غزني ولایت په اړونده ولسواليو کې یې تېره اونۍ څو محاربوي عملیات ترسره کړي او په دغو عملیاتو کې یې تر پنځوسو ډېر وسله وال طالبان وژلي دي.
د راپورونو له مخې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې ۷ جنګیالي وژل شوي، خبر پاڼه زیاتوي د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د محاربوي عملیاتو په پایله کې ۵۰ طالبان په دغو ولایت کې وژل شوي دي.
د خبر پاڼې په حواله د میدان وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې هم یو وسله وال طالب د هوایي برید په پایله کې وژل شوی دی .
خبر پاڼه د ځانګړو ځواکونو د عملیات پرمهال د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د شیر زمان په نوم د طالب قوماندان او یوه تن ستاتونکي، د وژل کیدو خبر هم ور کړی دی.
 
https://avapress.com/vdciquazqt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته