کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان نظامی چارواکې: تیره اونۍ غزنی ولایت ولسوالیو کې تر پنځوسو ډیر وسله وال طالبان وژل شوي

5 حوت 1397 ساعت 20:57

نظامي چارواکي وایي د غزني ولایت په اړونده ولسواليو کې یې تېره اونۍ څو محاربوي عملیات ترسره کړي او په دغو عملیاتو کې یې تر پنځوسو ډېر وسله وال طالبان وژلي دي.


د راپورونو له مخې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې ۷ جنګیالي وژل شوي، خبر پاڼه زیاتوي د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د محاربوي عملیاتو په پایله کې ۵۰ طالبان په دغو ولایت کې وژل شوي دي.
د خبر پاڼې په حواله د میدان وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې هم یو وسله وال طالب د هوایي برید په پایله کې وژل شوی دی .
خبر پاڼه د ځانګړو ځواکونو د عملیات پرمهال د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د شیر زمان په نوم د طالب قوماندان او یوه تن ستاتونکي، د وژل کیدو خبر هم ور کړی دی.
 


د مطلب کود: 180266

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180266/افغان-نظامی-چارواکې-تیره-اونۍ-غزنی-ولایت-ولسوالیو-کې-تر-پنځوسو-ډیر-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com