د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عارف نوری د غزنی والی ویاند نن سهار شنبه د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: تیره ورځ قره باغ ولسوالی کې جمال خیل کلۍ کې د خارجی ځواکونو هوایی برید په ترڅ کې، رفیع الله د طالبانو نظامی قوماندان د ۶ تنو طالبانو سره ووژل شو.
د نوری په وینا، رفیع الله د طالبانو بریدونو طراح په قره باغ کې وو چی د هغه په وژل کیدو سره ددی ولسوالی امنیت به ښه شی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.