د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، دا د هغه مقناطيسي ماين چاودنه وه چې د پوځيانو په يوه رنجر موټر پورې نښلول شوى و. پېښه د کابل په ۱۶مه امنيتي حوزه کې شوې ده. ښاغلى دانش وايي، د ټپيانو وضعيت د ډاډ وړ دى. د پېښې مسؤليت تر اوسه چا نه دى منلى.