دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۲
د مطلب کود : 176225
قریشی: پاکستان به تل افغانستان کې سوله لپاره کار کوی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، موږ د دې ستاینه کوو چې نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د پاکستان تعهد مني.

قریشي نن سې شنبه د ډسمبر ۱۸مه پر ټویټر لیکلي: پاکستان به تل د افغانستان د سولې او ګټور ګاونډیتوب لپاره کار کوي.

شاه محمود قریشي د افغانستان، چین او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره تېره اوونۍ کابل ته تللی و.
د پاکستان یو پلاوي به د افغانستان د سولې په اړه په متحده عربي اماراتو کې هم په روانو خبرو او کتنو کې برخه لري.
خو دا نه‌ده څرګنده شوې چې له پاکستانه څوک د خبرو لپاره ابوظبي ته تللي دي.
 
https://avapress.com/vdcirqazwt1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته