کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قریشی: پاکستان به تل افغانستان کې سوله لپاره کار کوی

27 قوس 1397 ساعت 19:32

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، موږ د دې ستاینه کوو چې نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د پاکستان تعهد مني.



قریشي نن سې شنبه د ډسمبر ۱۸مه پر ټویټر لیکلي: پاکستان به تل د افغانستان د سولې او ګټور ګاونډیتوب لپاره کار کوي.

شاه محمود قریشي د افغانستان، چین او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره تېره اوونۍ کابل ته تللی و.
د پاکستان یو پلاوي به د افغانستان د سولې په اړه په متحده عربي اماراتو کې هم په روانو خبرو او کتنو کې برخه لري.
خو دا نه‌ده څرګنده شوې چې له پاکستانه څوک د خبرو لپاره ابوظبي ته تللي دي.
 


د مطلب کود: 176225

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176225/قریشی-پاکستان-تل-افغانستان-کې-سوله-لپاره-کار-کوی

آوا
  https://www.avapress.com