دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۵۵
د مطلب کود : 175988
د افغانستان - چین - پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د دري اړخیزو خبرو اترو دویم پړاو ګده اعلامیه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي د افغانستان-چین-پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ډیالوګ دویمه ناسته د ۱۳۹۷ لمریز کال د لیندۍ په ۲۴مه نېټه په کابل کې ترسره کړه. د غه ناسته د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په پرانیستونکې وینا پيل شوه.


چین او پاکستان، افغانستان ته د پارلماني ټاکنو په بریالۍ توګه ترسره کولو مبارکې ورکړه او په ۲۰۱۹ز کال کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کولو لپاره يې د افغان حکومت د هلو ځلو ستاینه وکړه.
درې واړو لوریو، د خپل منځي اړیکو پیاوړې کولو، د همکاریو زیاتولو، د یوې لار او یو کمر بند پروژې تر چتر لاندې د اتصال پراخولو، د افغانستان په اړه د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو کنفرانس او نورو سیمه ایزو نوښتونو په وړاندې پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ. درې واړو لوریو، د یوه لار، یو کمربند ګډ نوښت په چوکاټ کې د چین-افغانستان-پاکستان د درې اړخیزو همکاریو پر غځولو او زیاتولو هوکړه وکړه. درې واړو لوریو، له هر ډول توپيري چلند پرته د ترهګرۍ د ټولو ډولونو په وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپلو قوي حل لارو یو ځل بیا ټینګار وکړ. د بهرنیو چارو درې واړو وزیرانو د سیاسي متقابل باور رامنځ ته کولو او د پخلاینې بهیر څخه ملاتړ، پراختیايې همکاریو او نښلونې، امنیتي همکاریو او د ترهګرۍ سره د مبارزې او د درې اړخیزو همکاریو په برخو کې د ګډو دوامدارو هلو ځلو هوکړه وکړه.
درې واړو لوریو، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې ټولشموله بهیر څخه چې په سیمه ایزه او نړیواله کچه يې بشپړ ملاتړ شوې او افغانستان ته د سولې راوستلو لپاره یواځینۍ حل لار ګڼل کېږي، پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ. همداراز، چین او پاکستان د ولسمشر غني هلې ځلې او په ځانګړې ډول د کابل بهیر دویمې ناستې، او د افغانستان په اړه د جینیوا کنفرانس کې جوړو شویو هر اړخیزو پلانونو ستاینه وکړه، او پر افغان طالبانو يې غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د سولې بهیر سره یو ځای شي. په داسې حال کې چې د سولې بهیر د پیل کېدو هلې ځلې روانې دې، درې واړو خواوو پر اړوندو لوریو غږ وکړ چې تاوتریخوالې او په افغانستان کې د بېګناه وګړو مرګ ژوبلې ته د پای ټکی کېږدي.
درې واړو لوریو، د متقابلو ګټو په برخو کې د اقتصادي پراختیايي همکاریو د دوام، او د "نرمو پروژو" لکه د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د تبادلې تطبیق او او دوام، او همداراز د ژوندانه اسانتیاو او نښلونې "سترو پروژو" د راسپړلو هوکړه وکړه. چین، د غلام خان خیل سرحدي نقطو په دواړو خواوو کې د کډوالو د نومليکنې مرکزونو د جوړولو او د څښاک اوبو اسانتیاو برابرولو په برخو کې له افغانستان او پاکستان سره د مرستې او ملاتړ او همداراز په چمن او سپین بولدک کې د سړو خونو جوړولو لپاره خپل چمتووالی وښود. چین همداراز د کوېټه-قندهار ریل پټلۍ او د کابل-پيښور موټروې او ریل پټلۍ جوړولو په ګډون د برښنا او نښلونې سترو پروژو په برخو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لا ډېرو همغږیو ملاتړ کوي. درې واړو لوریو د عملي همکاریو تر چتر لاندې هوکړه شویو پروژو او فعالیتونو د تطبیق لپاره پر خپلو قوي ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ.
درې واړو هېوادونو خپل قوي هوډ څرګند کړ چې هيڅ هېواد، سازمان یا فرد ته به اجازه ورنکړې چې د دوی له اړوندو هېوادونو څخه د بل هر هېواد په وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو په موخه کار واخلې. درې واړو لوریو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر درې اړخیزو همکاریو غور وکړ، او له هر ډول توپیري چلند پرته يې د ترهګرو ډلو او افرادو پر وړاندې د مبارزې هلو ځلو د همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ. دوی همداراز هوکړه وکړه چې د ترهګریزو شبکو د تمویل، استخدام او روزنې په ګډون به د ترهګرو لوژستیکي ظرفیتونو په وړاندې مبارزه کوي، د درې اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ظرفیتونه لوړوي، د ترهګرو انټرنټي کارونه به بندوي او د هغوی د نابودولو او له منځه وړلو په موخه به د نشه يي توکو کاروباریانو او د ترهګریزو فعالیتونو تمویلونکو سره  د دوی د اړیکو قطع کولو لپاره ګډ کار کوي.
درې واړو لورې موافقې دې چې د بهرنیو چارو معینانو د درې اړخیز ستراتیژیک ډیالوګ، د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې او امنیت په باب د بهرنیو چارو معینانو د سلامشورو، د رئسانو په کچه د عملي همکاریو او نورو هوکړه شویو میکانیزمونو له لارې به د بهرنیو چارو وزیرانو دوهم ډیالوګ اجماع تطبیقوي.
چین او پاکستان له افغانستان څخه د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دویم ډیالوګ جوړولو او د افغانستان د تودې میلمه پالنې له امله مننه وکړه، او درې واړو لوریو هوکړه وکړه چې د افغانستان-چین-پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درېم ډیالوګ به په ۲۰۱۹ز کال کې په اسلام اباد کې ترسره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjk0fjyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته