دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۴۲
د مطلب کود : 173936
افغان پوځ کومانډو ځواکونه د وسله والو خپلو لپاره غزنی ته رسېدلی
د افغانستان د ملي پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي وایي د وسله والو په موخه د افغان پوځ کمانډو ځواکونه غزني ولایت ته رسېدلي.

جنرال یفتلي دغه څرګندونې نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وکړې.
هغه وویل، چې مرستندویه ځواکونه غزني ولایت ه رسېدلي او په نږدې راتلونکي کې د وسله والو په وړاندې یو لوی عملیات پیل شي.
د پوځ لوی ترستیز ډاډ ورکړ چې د نورو پوځیانو په را استولو سره د د غزني په ولسوالیو کې به د جګړې وضعیت بدل شي.
نوموړی همداراز وویل، چې د خاص ارزګان په جګړو کې شاخوا ۲۰۰ وسله وال وژل شوي دي.
جنرال یفتلي د دې پخلی کوي چې په وروستیو جګړو کې امنیتي او دفاعي او کمانډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د شمېر په اړه یې څه نه وایي.
د یادونې وړ ده چې له څو ورځو راهیسې د غزني ولایت د جاغوري او مالستان ولسوالیو او د ارزګان ولایت په خاص ارزګان کې د وسله والو طالبانو او پاڅوانوالو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
 
https://avapress.com/vdcexx8zpjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته