کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان پوځ کومانډو ځواکونه د وسله والو خپلو لپاره غزنی ته رسېدلی

21 عقرب 1397 ساعت 21:42

د افغانستان د ملي پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي وایي د وسله والو په موخه د افغان پوځ کمانډو ځواکونه غزني ولایت ته رسېدلي.



جنرال یفتلي دغه څرګندونې نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وکړې.
هغه وویل، چې مرستندویه ځواکونه غزني ولایت ه رسېدلي او په نږدې راتلونکي کې د وسله والو په وړاندې یو لوی عملیات پیل شي.
د پوځ لوی ترستیز ډاډ ورکړ چې د نورو پوځیانو په را استولو سره د د غزني په ولسوالیو کې به د جګړې وضعیت بدل شي.
نوموړی همداراز وویل، چې د خاص ارزګان په جګړو کې شاخوا ۲۰۰ وسله وال وژل شوي دي.
جنرال یفتلي د دې پخلی کوي چې په وروستیو جګړو کې امنیتي او دفاعي او کمانډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د شمېر په اړه یې څه نه وایي.
د یادونې وړ ده چې له څو ورځو راهیسې د غزني ولایت د جاغوري او مالستان ولسوالیو او د ارزګان ولایت په خاص ارزګان کې د وسله والو طالبانو او پاڅوانوالو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
 


د مطلب کود: 173936

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173936/افغان-پوځ-کومانډو-ځواکونه-د-وسله-والو-خپلو-لپاره-غزنی-ته-رسېدلی

آوا
  https://www.avapress.com