دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 173241
د بهرنیو چارو وزارت: د مسکو ناستې د څرنګوالي په اړه د کابل او مسکو خبرې روانې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د مسکو د ناستې د څرنګوالي او د ترسره کېدو د نېټې په اړه د کابل او مسکو خبرې روانې دي.
 د دغه وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۷» ازادي راډیو سره په خبرو کې له دغې ناستې د افغانستان د توقع په اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل، خو زیاته‌يې کړه چې د سولې په اړه هېڅ يوه ناسته به د افغانانو له رهبرۍ پرته کومه نتیجه ورنه‌کړي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه:"د مسکو د ناستې موضوع تر بحث لاندې ده او موږ د دغې ناستې د څرنګوالي او نېټې په اړه له روسي چارواکو سره په خبرو یو، په پرېکنده ډول ویلی شم چې هېڅ يوه ناسته هغه که په هر هېواد کې وي د افغانانو له رهبرۍ پرته کومه پایله نه‌شي لرلای."


ټاکل شوې وه دغه ناسته د افغان حکومت د استازو له ګډون پرته په وږې میاشت کې ترسره شوې وی، خو د افغان حکومت له مخالفت وروسته دغه ناسته ترسره نه‌شوه او نږدې يوه میاشت وړاندې کابل او مسکو دې هوکړې ته ورسېدل چې دغه ناسته په ګډه ترسره کوي، خو لا یې هم د ترسره کېدو کره نېټه نه‌ده معلومه.
روسي چارواکو له دې وړاندې ویلي و چې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو ناسته به د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په روسیه کې ترسره شي چې د افغانستان په ګډون د امریکا متحده ایالاتو، طالبانو او يو شمېر نورو هېوادونو استازو ته په دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
https://avapress.com/vdcdos0ffyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته