دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 46398
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د رحمن ملک وروستۍ څرګندونې رد کړي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې چې ویلي یې دي، افغانستان د پاکستاني طالبانو د یوه مهم مشر ملاتړ کوي.

رحمن ملک پرون په اسلام اباد کې له رویترز اژانس سره په مرکه کې وویل، چې ښایي د افغانستان په حکومت کې یو شمېر کړۍ د طالبانو د مشر ملا فضل الله چې د اسلام اباد د حکومت د نسکورولو لپاره مبارزه کوي، ملاتړکوي:

(زه فکر کوم، چې د افغانستان په حکومت کې دننه یو شمېر عناصر د طالبانو ملاتړ کونکي دي. زه دا نشم ویلای چې دا د استخباراتو ادارې دي. دا ښایي حکومتي لوبغاړي وي او یاهم ښایي غیرحکومتي.)

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، ملا فضل الله پاکستان ته هغومره خطرناک دی لکه د حقاني شبکه چې افغانستان ته ده.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې د رحمن ملک دغه تورونه په کلکه رد کړل او ویې ویل، چې پاکستان په دې ډول غواړي چې په خپله خاوره کې د سخت دریځو وسله والو پر ځالو پرده واچوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6xnk.23n-wdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته