د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د دواړو هیوادونو وزیرانو ترمنځ مذکور تړون په اساس قرار دی چی ترکمنستان د برشنا ځواک له طریقه، خپل صادرات افغانستان او پاکستان ته پراخ کړی.
قربانقلی بردی محمدوف ترکمنستان ولسمشر په تیر میاشت کې د ۱.۲ میلیارد دالری برشنا ځواک افتتاحیه په مراسمو کې وویل: ترکمنستان برشنا نوی ځواک ګاونډی هیوادونو ته په یو ساعت کې دری میلیارده کیلوواتو صادراتو تامین توان لری.
یادونه کیږی چی ددی ځواک افتتاح د عشق آباد دولت اقداماتو څخه دی چی هغه هیواد ګازی درآمدونو ته وابستګی لږه کړی.