له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، ډاکټر زلمي خلیلزاد جمهور رئیس ته بېلابېلو هېوادونو ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه د راپور ورکولو پرمهال وویل، د امریکا متحده ایالات د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې د دوی کوښښونه ادامه لري.
د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له راپور او هلو ځلو څخه په مننې وویل، د هر هغه اقدام او هڅې مننه او قدرداني کوو چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره وي.
د یادونې وړ ده چې یوه باخبره امریکایي سرچینه تردې مخکې ورځپاڼه وال سټریټ ژورنا ورځپاڼې ته ویلي و چې ښاغلي خلیلزاد پرون جمعه د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې د طالبانو له سیاسي استازو سره کتلي دي.
یاده سرچینه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او تر اوسه معلومه نه ده چې دواړو لوړیو پر کومو موضوعاتو خبرې کړې دي.