د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا عملیاتونه په ننګرهار، کاپیسا، غزنی، پکتیا، خوست، لوګر، قندهار، زابل، ارزګان، بادغیس، هرات، فاریاب، بغلان، سرپل، قندوز او هلمند کې ترسره شوی دی.
همدارنګه ددی عملیاتونو ترڅنګ، افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه ۱۸ مشترک عملیاتونه ترسره کړی دی.
د دفاع وزارت معلوماتو په اساس کوماندو ځواکونه هم ۱۳ هوایی عملیات پر دشمن باندی د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره کړی دی.
د دفاع وزارت اعلان کړی چی ملی اردو زړه ور منسوبین د هیواد دفاعی ځواکونه په حیث په ټول توان سره، د امنیت او آرامتیا تامین په موخه هرډول قربانی ته آماده او تروریستانو له منځه وړلو لپاره قوی اراده لری.