د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سید غفور احمد جاوید؛ د ملی دفاع وزارت ویاند وویل: هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو تهاجمی بریدونه د طالبانو او تروریستانو ټکولو په مقصد، ډیر شوی دی.
هغه زیاته کړه: ددی عملیاتونو مقصد چی داخلی او بین المللی ځواکونو او قواوو په ملاتړ ترسره کیږی، د دشمن ټکول د هیواد په هره برخه کې او امنیت تامین د رای ورکوونکو لپاره دی.
د ملی دفاع وزارت ویاند ادامه ورکړ: ځینی هڅه کوی ترڅو د ټاکنو پروسه او سولې پروسی ته صدمه ورسوی او خلګو باندی په ښارونو کې تروریستی بریدونه ترسره کړی.
جاوید وویل: ملی اردو دا اجازه دشمن او نورو حلقاتو ته نه ورکوی ترڅو خپل تحرکاتو ته د خلګو دموکراتیک پروسو په وړاندی ادامه ورکړی.
هغه وویل: ددی عملیاتونو ډیریدو ښه نمونه، ۲۹۴ طالبانو وژل کیدنه او ۱۰۹ تنه نورو ټپی کیدنه په دی اخیرو درو ورځو کې دی.