د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال په دی اړه ویلي چې پهدغه برید کې د وسلهوالو طالبانو یو موټر په نښه شوی دی.
د ښاغلي سیال په خبره په وژل شوېو طالبانو کې د هغوی مهم قوماندانان هم شامل دي.
سیال زیاته کړه:
"د شنبې په مازدیګر د هوایي قواوو په یوه برید کې د وسلهوالو طالبانو ۹ تنه وژل شوي چې مهم قوماندانان هم پهکې شامل دي او پنځه نور یې ټپیان شوي دي."
د زابل چارواکي وایي، پهدغه برید کې د طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم لهمنځه تللي دي.
طالبانو تراوسه پهدې اړه تبصره نهده کړې.