د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د ولسمشر غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د غونډې په پیل کې په مالي او بانکداري چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار اجمل احمدي د بدخشان د سرو زرو او بلخاب د مسو کانونو د اکتشافي قراردادونو د ترلاسه کولو په موخه د سنتار او ګوموز کمپنیو د شرایطو د برابرولو په اړه د کانونو، اقتصاد او مالیې وزارتونو د بین الوزارتي کمیټې د ارزونو پایله غونډې ته وړاندې کړه.
هغه وویل، ذکر شویو دوه کمپینو په مکرر ډول دې پروژو ته لیوالتیا ښودلی ده چې له تخنیکي پلوه په شرایطو برابرې دي او دغه راز د مالي تامین له اړخه کولای شي د یادو کانونو د انکشاف په خاطر د اړتیا وړ مالي وجوه برابره کړي.
ښاغلي احمدي زیاته کړه د قرارداد له لاسلیکولو وروسته مالي تضمین اخیستل کېږي.
د ارګ ماڼی د خبرپاڼې په مخې، غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته سنتار او ګوموز کمپنیو ته د بدخشان د سرو زرو او بلخاب د مسو کانونو د قراردادونو ورکړه، تائید کړه.